د متشبثو مېرمنو د پياوړتیا او ملاتړ ستراتېژي تایید شوه

د ښځو د توانمندۍ اجرایوي کمېټې نن د افغانستان اسلامي جمهوریت د اجرائيه رئیس په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې ناسته وکړه.

په دې ناسته لومړی د ښځو چارو زیرې آغلې دلبر نظري د تېرې ناستې رپوټ وړاندې کړ او ویې ویل، چې ټول وړاندیزونه او اقدامات ترسره شوی دي.

ورپسې د اجنډا له مخې د سوداګرۍ او صنعت وزارت چارواکیو د متشبثو مېرمنو د پياوړتیا ستراتېژي وړاندې کړه او ویې وویل، چې د دې ستراتېژۍ په جوړولو کې له 200 متشبثو مېرمنو سره مرکې شوي او د هغوی د مرکو پر اساس د متشبثو مېرمنو ستونزې او او وړاندیزونه را ټول شوي دي.

هغوی وویل: د دې ستراتېژۍ اساسي موخې د متشبثو مېرمنو زیاتول، په صنعتي پارکونو، د هېواد په مالي سیستم او صادراتو او کورني تولید کې د ښځو د ونډې زیاتول دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، اومه توکیو، بازار او قراردادونو ته نه لاسرسی او د مالي منابعو کمښت د متشبثو مېرمنو پر وړاندې اصلي ستونزې وي، چې په ستراتېژۍ کې یې یاده شوې وه.

د متشبثو مېرمنو پر وړاندې د تقنیني ستونزو رفع کول، د ځانګړو صنعتي سیمو مشخص کول، د سرچینو عادلانه وېش او له متشبثو مېرمنو څخه د دولت ملاتړ د دې پالیسۍ ځینې عمده برخې وې. هغوی غوښتنه وکړه، چې د دې ستراتېژۍ د تطبیق لپاره دې د عمل پلان جوړ شي.

د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د دې پالیسۍ له جوړولو خوښي وښوده او د صنعت او سوداګرۍ له وزارت یې د مننې ترڅنګ وویل، چې د دې پالیسۍ د پلې کېدا لپاره تطبیقي د عمل پلان اړین دی چې په لومړیتوبونو استوار وي.

اجرائيه رئيس هدایت ورکړ، چې د متشبثو مېرمنو ملاتړ او توانمندي دې د پرایسک کمېټې په اجنډا کې هم شامل شي څوپه اساسي او دوامداره توګه هغه موارد تعقیب شي چې په دې پالیسۍ کې یې یادونه شوې ده.

اجرائيه رئيس دغه راز ټينګار وکړ، چې د مشتثبو مېرمنو لپاره دې د بزنسونو دوامداره کېدل په نظر کې ونیول شي او داسې شاخصونه غوره شي چې د اوږده مهال لپاره کار ورکړي.

ورپسې د پوهنې وزارت مرستیالې د نجونو د ښوونې او روزنې پالیسي پالیسي وړاندې کړه او ویې ویل، چې د دې پالیسۍ په تطبیق سره به په اساسي ډول د نجونو او مېرمنو ښوونیز بهیر پياوړی او لازم سهولتونه به برابر کړي.

د پوهنې وزارت چارواکیو وویل، چې په هېواد کې یې د ښوونکیو د روزنې 17 بستونه د ښځو لپاره ځانګړې کړي او د هغو ښوونځيو مدیران به هم مېرمنې وټاکل شي چې په ښوونځيو کې یې ستونزې وې او د مېرمنو شتون په کې اغېزمن ثابتېدای شي.

پوهنې وزارت وايي چې په سیمه ییزه کچه غواړي چې د مېرمنو لپاره لازم سهولتونه برابر کړي څو په دوامداره توګه مېرمنې د زده کوونکیو په روزنه کې فعالې شي.

د نجونو د زده کړو پر وړاندې د خنډونو رفع کول، ښوونځیو ته د زده کوونکیو د شمولیت د میزان برابرول، د ښځینه وو ښوونکیو روزل او له 31٪ څخه کابو 50 سلنې ته د ښځینه وو ښوونکیو د فیصدۍ لوړول د دې پالیسۍ عمده موخې دي.

د پوهنې وزارت مسوولانو د دې پالیسۍ د تطبیق لپاره د ستراتېژۍ او د عملیاتي پلان جوړولو ډاډ هم ورکړ، څو یاده پالیسي پلې شي.

د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د پوهنې وزارت له همکارانو څخه د دې پالیسۍ له جوړولو د مننې ترڅنګ وویل، چې د ښوونځيو د فعال ساتلو او د نجونو د ونډې زیاتولو لپاره ښه دا ده چې دیني عالمان، سیمه ییز مخور، ولایتي شورا، مدني ټولنې او ځايي مقامات هم داخل شي څو اغېزمندي یې ډېره وي.