اجرائیه رئیس د فرانسه ملي ورځې په نمانځوغونډه کې : فرانسته د افغانستان له پخوانیو دوستانو او متحدانو څخه ده

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د یکشنبې ورځې ماښام ( د چنګاښ ۲۳مه ۱۳۹۸ ) د فرانسې په ملي ورځې په نمانځوغوڼده کې ګډون او خبرې وکړي .

اجرائیه رئیس د فرانسه ملي ورځې مبارکۍ ویلو ترڅنګ وویل، چې د باستیل په ورځ د زورواکۍ او استبداد پر وړاندې د فرانسې د خلکو پاڅون لا تر اوسه هم ژوندی او زموږ او په ټوله بشري نړۍ کې کاربرد لري.

اجرائیه رئیس فرانسه د افغانستان له متحدانو څخه یاد کړ او له افغانستان سره یې د فرانسې له مرستو او همکاریو ستاینه او مننه وکړه.

اجرائیه رئیس همدارنګه په هېواد کې د لرغون پېژندې، ښوونې او روزنې په برخه کې د فرانسې رول وستایه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا غوښتنه یې وکړه.

په افغانستان کې د فرانسې سفیر، د فرانسې د ملي ورځې په مراسمو کې افغانستان کې خپلو مرستو او حضور ته په اشارې وویل، چې ته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې اوږدمهالې دي، او فرانسه د افغانستان له خلکو او د وروستیو کلونو له لاسته راوړنو څخه ملاتړ کوي.