د خصوصي بانکونو د خوندي کولو او ستونزو د حل لپاره ناسته وشوه

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې د خصوصي بانکونو د ستونزو، د امنیتي تدابیرو لپاره د لوړو لګښتونو کمولو او د بانکونو د خوندي کولو لپاره ناسته وشوه.

په دغه ناسته کې لومړی د افغانستان بانک مسؤلانو د خصوصي بانکونو د امنیتی لګښتونو او د بانکونو عملیاتي لګښتونو

په اړه د هېواد اجرائیه رئیس ته رپوټ وړاندې کړ او ويې ویل، چې د 1397 مالي کال کې پر ټولو د امنیتي تدابیرو له اړخه یوسلو شپاړلس عشاریه درې میلیارده افغانۍ لکښت راغلی دی.

سرتېرو ته په وخت د یونیفورم او وسایلو نه ورکول، دلازمو تمریناتو نشتون او نور د عامه محافظت د تصدۍ له ستونزو څخه و چې له بانکونو څخه یې په وخت د پيسې اخیستل کېدې.

هغوی غوښتنه وکړه جې دې ستونزو ته دې پاملرنه وشي او پر بانکونو دې لګښتونه راکم شي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې د افغانستان اوسنیو امنیتي حالاتو ته په کتو باید د محافظت عامه تصدۍ اړوند پولیسو وضعیت ته دې اساسي پام وشي.

اجراییه رییس په معیاري او مسلکي ‌‌‌‌‌‌ډول د سرتېرو په روزلو د ټینکار تر څنګ وویل چې د بانکونو سنتونزې او وړاندیزونه دې جدي ونیول شي.

جلالتمآب ‌‌‌‌‌‌‌ډاکټر عبدالله عبدالله زیاته کړه، چې د سرتېرو لباسونه باید د یوه منظم سټندرد له مخې په لوړ کیفیت جوړ او د تصدۍ اړوندو پولیسو په اختیار کې ورکړل شي.

اجرائیه رئیس وویل، چې د تصدۍ د ستونزو د حل لپاره دې د تصدۍ عالي شورا ناسته وکړي او په ټولو مواردو د بحثونه وکړي.