په ننګرهار کې د واده په مراسمو د شوي برید په اړه د افغانستان اسلامي جمهوریت د اجرائيه ریاست اعلامیه

په ډېرې خواشینۍ سره چې په ننګرهار کې د پچیراګام ولسوالۍ د ولسي پاڅون کوونکیو د مشر د زوی د واده په مراسمو ځانمرګی برید شوی. له بده مرغه چې په برید کې د ملک تور او د هغه د دریو زامنو په ګډون یوشمېر کسان شهیدان او ځینې نور ټپیان شوي دي.

دې برید یو ځل بیا وښوده چې افغانان له څه ډول یوه مکار دښمن سره مخ دي چې د جنایت رامنځته کولو لپاره هېڅ ډول ارزښت او پوله نه پېژني او حتی د واده خوښي يې هم پر افغانانو نه لورېږي.

د دې برید په اړه د امنیتي ادارو له لوري څېړنې پيل شوي څو عاملین یې پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري؛ خو د افغانستان دښمنان باید وپوهېږي چې په دې ډول جنایت رامنځته کولو سره خلک نشي ویرولای. افغانان د خپلو امنیتي ځواکونو تر شا ولاړ دي او د دښمن پر وړاندې افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه به د دې ډول جنایاتو او غیر انساني کړنو غچ واخلي.

زه د دې برید شهیدانو ته جنت فردوس، ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا، کورنیو او د پچیراګام ولسوالۍ ولسونو ته د جمیل صبر دعا کوم.

 

ډاکټر عبدالله عبدالله

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس