د ځوانانو لپاره د کارموندنې اجرایي کمېټې ناسته وکړه

د ځوانانو لپاره د کار موندنې اجرایوي کمېټې نن له غرمې وروسته خپله ناسته په سپیدار ماڼۍ کې دهېواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ وکړه .

په دې ناسته کې لومړی د ځوانانو لپاره د کار موندنې اجرایوي کمېټې سکرتریت د تېري جلسې رپوټ وړاندې کړ او زیاته یې کړه، د ځوانانو لپاره د کار موندنې په برخه کې د پام وړ کارونه شوي دي .

همدارنګه د غونډې ګډونوالو د د مهارتونو د عالی شورا د طرحې جوړولو په اړه پرزینتیشن وړاندې کړ او ويي وویل، چې په دې شورا کې به ټولي اړونده ادارې او وزارتونه شاملي وي .

دوی همدا راز وویل، چې د دې شورا هدف د د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته معولومات ورکول دي، چې د دې شورا ریاست به خصوصی سکتور ته ورکړل شي .

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس جلالتمآب ډاکټر عبدالله عبدالله د ځوانانو د کار موندنې اجرایوي کمېټې چارې وستایلي او زیاته یې کړه، یوه کمېټه دې جوړه شي تر څو د مهارتونو عالی شورا ټول کارونه وڅېړي او وزیرانو شورا ته دې له نهايي کېدو وروسته وړاندې کړي.

اجرائیه رئس همدا راز هدایت ورکړ، چې د یادې کمېټې تر راتلونکې ناستې پورې باید ټولې ادارې د مهارتونو عالی شورا د طرحې په اړه خپل واقعي رپوټ وړاندې کړي.

د هېواد اجرائیه رئیس له ټولو دولتي ادارو وغوښتل چې خپلې بودیجې دې ځوانانو ته د کارموندنې پر اساس برابرې کړي او د کارګرو د فني کولو لپاره دې فني او مسلکي زده کړې دوام پيدا کړي.

په یاده غونډه کې همدارنګه د ځوانانو پارلمان د دریېمې دورې په اړه ګزارش وړاندې کړ او هغوی د څلورمې دورې د پرانیست په اړه وړاندیز وکړ، چې هر څه ژر دې مالي او تخنیکي مرسته وشي .

د هېواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د ځوانانو پارلمان د غړو د ستونزو او وړاندیزونو تر اورېدلو وروسته هغوی ته د یاد پارلمان د څلورمې دورې د پرانیستې په اړه ډاډ ورکړ .

نوموړي وویل، د دې پارلمان ایجاد مرسته کوي، چي د خلکو اصلي ستونزي او وړاندیزونه د ځوانانو له ادرسه تر حکومتي مسؤلینو ورسيږي او په اړه یې لازم اقدامات وشي.

هغه د ځوانانو پارلمان غړو ته وویل، چي حکومت په تمامه معنی د دوی له فعالیتونو ملاتړ کوي او د ستونزو په حل کي یې هر اړخیزي هڅي کوي.

اجرائیه رئیس له ټولو دولتي او مرستندویه ادارو وغوښتل چې د ځوانانو د څلورمې دورې پارلمان سره دې په مالي او تخنیکي برخو کي لازمې مرستې وکړي .