اجرائیه رئیس د اروزګان ولایت له قومي مشرانو سره ولیدل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د خپل کار په دفتر سپېدار ماڼۍ کې د اروزګان  له یوشمېر قومي مشرانو سره ولیدل.

په دې ناسته کې د ارزوګان ولایت اوسېدونکیو او مشرانو خپلې ستونزې له اجرائیه رئيس سره شریکې کړې او غوښتنه یې وکړه، چې د دوی ستونزو ته دې د حل لارې ولټول شي.

دوی همدارنګه د اروزګان ولایت د روغتیا، پوهنې او  ځینو ولسوالیو کې د امنیت نه شتون له کبله خپلې ستونزې له اجرائیه رئیس سره شریکې او ترې یې د حل غوښتنه وکړه.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس جلالتماب ډاکټر عبدالله عبدالله د اروزګان قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې نېږدي وخت کې د بیارغنیزو چارو د پيل، د امنیتي وضعیت د ښه والي او د پوهنې په برخه کې د ستونزو حل لپاره اقدام وکړي .

په پای کې د هېواد اجرائیه رئیس وویل، چې د دوی ټولې ستونزې به له اړوندو ادارو سره شریکې کړي او هدایت به ورکړي، چې د حل لپاره یې کوټلي ګامونه واخلي.