د اداري فساد د مخنیوي او سیستمونو د پراختیا اجرایوي کمېټې ناسته وکړه

د اداري فساد د مخنیوي او سیستمونو د پراختیا اجرایوي کمېټې غړو نن خپله ناسته د هېواد د اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې وکړه.

په دې ناسته کې لومړی د یادې اجرایوي کمېټې سکرتریت د تېرې ناستې په اړه معلومات وړاندې کړل او همدارنګه د څارنې او ارزونې ګډې کمېټې د تېرو جلسو د فعالیتونو په اړه د هېواد اجرائیه رئیس ته مفصل ګزارش وړاندې کړل .

د غوڼډې ګډونوالو وویل، چې د هېواد په اکثره ولایاتو کې د عدلي طب او کریمنل تخنیک په برخه ډېر ستونزي شتون لری، چې د حل په برخه کې باید لازم اقدامات وشي .

دوی زیاته کړ، چې په ځینو ولایاتو کې مجهز لابراتوار نه شتون په ادارو کې خنډ جوړ کړی، چې زمونږ هېوادوال ورسره مخ دی .

د کورنیو چاروز وزارت مسؤولینو په یاد وزارت کې د کریمنال تخنیک او نورو شته ستونزو په اړه ګزارش وړاندې کړ او ویې وویل، چې کورنیو چاروز وزارت کې مسلکي کسان شتون لری خو د مجهز تجهیزاتو نه شتون له کبله له ځینو ستونزو سره مخ دي .

د غونډې ګډونوالو همدارنگه زیاته کړه، چې MEC د خپلو طرحو او په حکومت کې د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپلو کړنو ته ژمن دی او ژمنه یې وکړل، چې حکومت به دوی سره په دې برخه کې لازمه مرسته کوي .

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې له فساد سره د مبارزې او مخنیوي او د سیستمونو د پراختیا کړنلاره کې باید د ټولو اړونده وزارتونو او ادارو نظریات واخیستل شي .

اجرائیه رئیس زیاته کړه، چې عدلي او قضايي ارګانونه د فساد سره په مبارزه کي په خپلواکه توګه فعالیت کوي او ډېر تمرکز یې باید د فساد د دوسیو څېړلو او خلکو ته د سهولت برابرول کې وی .

د هېواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هدایت ورکړ، چې د عدلی طب او کریمنال تخنیک په برخه کې د افغانستان ټولو ولایاتو ته لازم تجهیزات ورسول شي تر څو د هېوادوالو شته ستونزی حل شي .

اجرائيه رئيس دغه راز وویل، چې یوه ګډه کمېټه دې د عدلی طب او کریمنل تخنیک چارې او ننګونې و ارزوي او د اقداماتو په خاطر دې د حکومت رهبرۍ ته وړاندې کړي.

اجرائيه رئيس د اړوندو ادارو له چارو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې یوه مهمه دنده پر غاړه لري او ټولې دولتي او غیر دولتي ادارې هم باید ورسره همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړه چي په کورنیو چاروز وزات،عامي روختیا وزرات او د لوې څارنوالۍ ادارې له لومړیتوبونو او د اصلاحاتو د جامع لړۍ یوه برخه ده چي په راتلونکي کي باید هم دوام ومومي.

په پای کې اجرائیه رئیس هدایت ورکړ، چې د کورنیو چارو وزارت او عدلې طب دې یوه ګډه کمېټه جوړه کړي. عملي پشنهادتو دې بلې جلسې ته اماده کړې تر څو په دې برخه کې شته ستونزي حل شي .