افغانستان د تلپاتې پراختیا موخو اجرایوي کمټېې ناسته وکړه

د افغانستان د تلپاتې موخو د پراختیا اجرایوي کمېټې نن له غرمې وروسته خپله ناسته د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس جلالتمآب ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ وکړه.

په دې ناسته کې لومړی د اقتصاد وزیر ډاکټر مصطفی مستور د تېرې ناستې رپوټ وړاندې کړ او ویې ویل، چې په کاري ګروپونو کې هم د اغېزمنو چارو لپاره منظمې ناستې شوي دي.

ورپسې د غونډې ګډونوالو د SDG ( Sustainable Development Goals ) راتلونکیو پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویي ویل، چې تر 2030 کاله پوري د تلپاتې پراختیا د موخو پروګرامونه د افغانستان په ټولو برخو کې تطبیقېږي .

دوی زیاته کړه، چې په دې تېرو کلونو کې د افغانستان د تلپاتې پراختیا موخو خپلو ټولو پروګرامونو کې د افغانستان خلکو لپاره د سهولتونو په برابرولو کې کار کړی دی.

هغوی همدا راز وویل، چې زمونږ راتلونکي نورو برنامو کې د فقر، اقتصاد، ښځو، مالیه او روغتیا په برخه کې د افغانستان خلکو پکې برنامې په نظر کې نیول شوي، چې تر 2030 کاله پورې دا برنامې به د تطبیق وړ وي .

د غونډې ګډونوالو زیاته کړه، چې په دې ټولو برنامو کې د افغانستان خلکو لپاره لوی کارونه ترسره کېږي، چې د دوی په وینا په دې برنامو کې ورسره ټول نړیوال او کورني همکاران مرسته کوي تر څو د خلکو لپاره ښه سهولتونه برابر کړي .

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د غوڼډې ګډونوالو ته وویل، چې افغانستان ته د نړیوالو متخصصونو راتګ سره به نور هم د تلپاتې پراختیا موخو د ښه تطبیق کولو په برخه کې ګټور تمام شي .

د هېواد اجرائيه رئيس ټینګار وکړ، ټول هغه مسایل چې په لوړه کچه پرېکړو ته اړتیا ولري باید د حکومت له رهبري سر دې شریک شي او ټول وزارتونه دې د تلپاتې پراختیایي موخو د برنامو په تطبیق کې برخه واخلي .

اجرائيه رئيس وویل، چې د تلپاتې پراختیا موخو ته د رسېدو لپاره د وړاندې شويو طرحو د تایید ترڅنګ ټینګار وکړ، چې باید د نورو ااقداماتو لپاره هم زمینه سازي وشي او تعقیب شي.

ډاکټر عبدالله عبدالله زیاته کړه، چې ټول کارونه په سمه توګه مدیریت کړي تر څو راتلونکي حکومت هم په دې برخه کې تاسو سره لازمه مرسته وکړي .

د هېواد اجرائيه رئیس د افغانستان د تلپاتې پراختیا موخو د اجرایوي کمېټې چارې اغېزمنې یادې کړې او ویې ویل، چې دا د ټولو اړونده ادارو د هڅو او پشت کار پایله ده، چې نن دې کمېټې خپله لار موندلې او د عملي اقداماتو خوا ګامونه اخلي.