د کندهار د قومي ـ سیاسي مشر ارواښاد حشمت خلیل کرزي د شهادت د پنځم تلین په مناسبت د هېواد اجرائيه رئیس پيغام

له نن څخه پينځه کاله وړاندې افغانستان د یوه ناځوانمردانه او بزدلانه برید کې خپل یو غښتلي بچی ارواښاد حشمت خلیل کرزی له لاسه ورکړ.

ارواښاد حشمت خلیل کرزی په هېواد او خلکو مین شخصیت و، چې لا یې هم ځای تش پاتې دی. هغه تل د هېواد د سوکالۍ، رفاه او پياوړتیا غوښتونکی او له قومي لارو چارو یې د خلکو خدمت ته ملا تړلې وه.

د افغانانو ترمنځ یووالی او وروګلوي یې ارمان و، خو له بده مرغه چې د ښاغلي حشمت خلیل کرزي له شهادت پنځه کاله وروسته هم موږ بشپړ ملي یووالي او اتحاد ته نه یو رسېدلي. په افغانستان کې د ستونزو د حل یوازینۍ لاره د ملي یووالي ټینګښت دی او په ملي مسایلو کې د ملي اجماع رامنځته کول دي.

زه د اروښاد حشمت خلیل کرزي د شهادت د پنځم تلین په پار د هغه کورنۍ، دوستانو او د کندهار ولسونو ته تسلیت وړاندې کوم او ټینګار کوم، چې تر خپله وسه به کوښښ کوو چې د هغه ارمانونه پوره او په هېواد کې د ملي یووالي د تحکیم لپاره کار وکړو.

ډاکټر عبدالله عبدالله

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس