اجرائیه رئیس: د کرکټ ملي لوبډله په کور دننه او بهر د احترام او ستایلو وړ ده

د هېواد اجرائيه رئیس جلالتمآب ډاکټر عبدالله عبدالله د کرکټ ملي لوبډلې د ستاینې په پروګرام کې ګډون او وینا وکړه.

د هېواد اجرائيه رئيس په خپله وینا کې ملي لوبډله په نړۍ او افغانستان کې د ویاړ او احترام وړ وبلله او ویې ویل، چې د کرکټ ملي لوبډلې د افغانانو لپاره خوښي راوړې ده.

اجرائیه رئیس وویل: د کرکټ ملي لوبډلې په دوه لسیزه عمر کې په کمو امکاناتو او خورا سختو شرایطو کې د نړۍ له برترینه لوبډلو سره ځان سیال چې دا د ټولو افغانانو لپاره د ویاړ ځای دی.

اجرائیه رئيس د کرکټ نړیوال جام او په کې د افغان لوبډلې پرلپسې ماتو ته اشارې وویل، چې په سیالیو کې د ماتې او بریا لاملونه یوازې اعداد نه وي؛ بلکې په نړیوال دريځ د غوره پیغام، د تجربو ترلاسه کول او نور مسایل دي، چې افغان لوبډله په دې برخه کې بریالۍ وه او د راتلونکې لپاره یې له نړیوال جام څخه ښې تجربې ترلاسه کړي دي.

ډاکټر عبدالله عبدالله د کرکټ د ملي لوبډلې راتلونکی ښه یاد کړ او ویې ویل، چې ټول افغانان پرې ویاړي او د دوی لاسته راوړنو ته سترګې په لار وي.هغه وویل، چې د کرکټ ملي لوبډلې سل کلن مزل په شلو کالو ترسره کړ.

اجرائيه رئیس له ملي ټلویزیون او له نوې رهبرۍ څخه یې مننه وکړه، چې په خورا ښه ابتکار سره یې د کرکټ ملي لوبډلې سیالۍ هېوادوالو ته په معیاري شکل خپرې کړې او هم یې په ټلویزیون کې مثبت بدلونونه رامنځته کړي دي.

په دې ناسته کې د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون مشر اسماعیل ماخېل او د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر حاجي عزیز الله فضلي هم خبرې وکړې او د کرکټ د نویو پروګرامونو په اړه یې معلومات ورکړل.