د وزیرانو شورا اقتصادی فرعي کمېټې ناسته وکړه

د وزیرانو شورا اقتصادي فرعي کمېټې خپله ناسته نن دوشنبه ( د وږي ۱۱مه، ۱۳۹۸ ) د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې وکړه.

په دې ناسته کې د اجنډا له مخې لومړی د اقتصاد وزارت اجرایوي کمېټې د د پوهنې وزارت د درسي موادو او کتابونو د چاپ په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د دې درسې توکو د چاپ په اړه اغېزمن اقدامات کړي دي.

د غونډې بله اجنډا د د مخابراتو او ټیکنالوژۍ وزارت له لوري د اسان خدمت د کړنو په اړه رپوټ ته ځانګړې شوې وه. دوی وویل، چې ددې مرکز په جوړیدو سره د هیوادوالو کارونه اسانه شوي د تذکره، نکاح لیک، لایسنس، جواز سیر، نمبر پلیټ، د پیدایښت او وفات اسناد او داسې نور اړین مواد په یو ځای کې د یو دفتر څخه په اسانۍ سره ترلاسه کوي چې ورسره هیوادوالو ته په اداري کارونو کې اسانتیاوې رامنځ ته شوي .

همدارنګه په دې کمېټه کې د اجنډا له مخې د هوا د ککړتیا، د د کلیو پراختیا د لاسته راوړنو او د اوبو رسولو په اړه ، د پیسو د انتقال لاملونو او د مخنیوي په برخه کې لازم اقدامات په اړه رپوټونه وړاندې شول .