په ننګرهار او زابل ولایتونو کې ملکي وګړو ته په اوښتو تلفاتو د اجراییه ریاست اعلامیه

په ډېرې خواشینۍ سره چې په ننګرهار او زابل ولایتونو کې د دوو جلا پېښو له امله زموږ لسګونه بېګناه هېوادوال په شهادت ورسېدل.

انا لله وانا الیه راجعون

په زابل کې د افغانستان دښمنانو په موټر بم سره د هغه ولایت ملکي روغتون په بشپړ ډول له منځه یوړ او زموږ یوشمېر هېوادوال یې شهیدان او نور یې ټپیان کړل. د افغانستان دښمنان له هر فرصت څخه په استفادې د جنایت رامنځته کولو لپاره اقدام کوي او په زابل کې د ملکي وګړو او ملکي عامه اماکنو په نښه کول یې هم د تازه جنایت رامنځته کولو پېښې دي.

د دې ترڅنګ بیا په هوايي عملیاتو کې د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې زموږ یوشمېر بې ګناه هېوادوال شهیدان او یوشمېر نور ټپیان شول. دا عمل په شدت سره محکوموو او په هېڅ صورت سره د منلو وړ نه دی.

د ملکي وګړو په نښه کول او په شهادت رسول که د هر لوري له خوا وي د تحمل وړ نه دي، په ځانګړي ډول چې د حکومتي ځواکونو او د حکومت پلوه ملاتړو له لوري وي، ځکه افغان امنیتي ځواکونه او د هغوی ملاتړي باید خلکو ته د ډاډ او ارامښت سبمول وي.

د دې برید په اړه به هر اړخیزې پلټنې وشي او تر نهايي حده به کوښښ وشي چې په راتلونکي کې په هېوايي بریدونو کې ملکي وګړو ته زیان ونه رسېږي.

په پای کې د دواړو پېښو شهیدانو جنت فردوس، کورنۍ او دوستانو ته یې د صبر جمیل دعا کوم.

 

 

ډاکټر عبدالله عبدالله

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس