په ننګرهار کې د شوي ځانمرکي برید په اړه د اجراییه ریاست د خواخوږۍ پيغام

په ‌‌‌‌‌‌ډېرې خواشینۍ سره چې د افغانستان دښمنانو نن یو ځل بیا په ننګرهار کې په یوه ځانمرګي برید سره زموږ یوشمېر هېوادوال شهیدان او یوشمېر نور ټپيان کړل.

دا ‌‌‌‌‌‌برید یو نه بښونکی جنایت دی چې تور زړي دښمنان یې د خپلو کا رنامو په تاریخ کې ثبتوي او عاملین به یې د افغانستان د خلکو له لوري هېڅکله ونه بښل شي.

افغان امنيتي ځواکونه به د دې برید غچ واخلي.

زه د دې برید شهیدانو ته جنت فردوس، کورنیو او دوستانو ته یې تسلیت وایم او ټپيانو ته یې د بېړنۍ روغتیا دعا کوم.

 

‌‌‌‌‌‌ډاکټر عبدالله عبدالله

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجراییه رئيس