په ارګ کې د ارشاد حج او اوقافو سرپرست وزیر ته د سپکاوي په اړه د اجراییه ریاست اعلامیه

سپیدار- کابل: په ډېر تاسف سره چې د ارشاد حج او اوقافو سرپرست وزیر د ولسمشرۍ ماڼۍ په جامع مسجد کې د جمعې له لمانځه وروسته ډبول شوی او ورته سپکاوی شوی دی. دا عمل په جامع مسجد کې دننه چې تر ټولو امن او د عبادت ځای دی او د ولسمشرۍ ماڼۍ په انګړ کې د ټولو دیني او اخلاقي ارزښتونو خلاف ګڼو او محکوموو یې. د کابینې د غړي او د حج او اوقافو د سرپرست وزیر په عزت برید هغه هم د ولسمشرۍ ماڼۍ په مسجد کې په هیڅ صورت د منلو او توجیه وړ نه دی.

د کابینې د وزیرانو او لوړ پوړو دولتي مامورینو د ابرو او عزت ساتل چې ارګ ته ننوځي د ولسمشر له مسوولیتونو څخه دي. له ولسمشر تقاضا کېږي د ارشاد حج او اوقافو سرپرست وزیر او د هېواد یوه نیک نامه شخص محترم مولوي عبدالحکیم منیب ته د سپکاوي قضیه شخصاً بررسي او د هغه د حیثیت د اعادې لپاره اقدام وکړي.

 

ډاکټر عبدالله عبدالله

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس