پر سیاسي شننونکي او لیکوال محمدحسن حقیار برید په اړه د اجرائيه ریاست اعلامیه

په ډېرې خواشینۍ سره چې مخکښ لیکوال او سیاسي شننونکی محمد حسن حقیار تېره شپه د وسله والو په برید کې ټپي شوی دی.

د بیان ازادي د افغانستان د تېرو کابو دوو لسیزو له عمده او اساسي لاسته راوړنو څخه دي، چې هېڅوک یې د مخنیوي او ورته د ګواښ کولو حق نه لري. سره له دې چې ښاغلي حقیار به د بیان له ازادۍ څخه په استفادې نیوکې درلودلې؛ خو قانون ټولو افغانانو ته یوشان حق ورکړي، چې د بیان له ازادۍ استفاده وکړي.

افغان امنیتي ځواکونه مسوولیت لري چې د دې برید عاملین هر څه ژر معلوم او د قانون منګلو ته وسپاري. دا برید د بیان پر ازادۍ برید دی چې هېڅ ډول توجیه نه لري.

زه ښاغلي حقیار ته د بېړنۍ روغتیا هیله کوم او پر هغه شوی برید په کلکه غندم. امنیتي ادارې مکلفې دي چې د بیان له ازادۍ څخه ساتنه او پاسداري وکړي.

 

ډاکټر عبدالله عبدالله

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس