د هېواد د نومیالي مجاهد او ملي شخصیت د ملت شهید حاجي عبدالحق د اتلسم تلین په مناسبت د اجرائيه ریاست د خواخوږۍ پيغام

سپېدار ـ کابل: د هېواد د ملي شخصیت او نومیالي سیاسي او جهادي مشر د ملت شهید حاجي عبدالحق د اتلسم تلین په مناسبت د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم.

د ملت شهید حاجي عبدالحق د هېواد له نیک نامه او مبارزو مجاهدینو څخه و چې د شوروي یرغلګرو په خلاف یې د افغان برحقه جهاد او مقاومت په بریالیتوب کې اغېزمن او بارز رول درلود.

شهید حاجي عبدالحق او شهید عزت الله ساحل په 2001 کال کې په داسې حال کې چې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې یې خلک بسیج کول په ناځوانمردانه ډول شهید شو. له شک پرته چې د تېرو دوو لسیزو په تحولاتو کې د ملت شهید حاجي عبدالحق او شهید حاجي عبدالقدیر په څېر د اغېزمنو شخصیتونو ځای خالي و. هغوی له ځانه تلپاتې او درخشانه کارنامې پرېښي دي. د ملت شهید قومندان عبدالحق او د افغانستان د خپلواکۍ او استقلال د نورو نامداره او ګمنامه شهیدانو یاد او خاطرې دې تل وي. د شهید عبدالحق او شهید حاجي عبدالقدیر روح دې ښاد او یاد یې تلپاتې.

همدارنګه د خپلې خواخوږۍ او تآثر مراتب د شهید عبدالحق کورنۍ په ځانګړي ډول ملي شخصیت حاجي دین محمد، محترم نصرالله بریالي ارسلايي او محترم حاجي عبدالظاهر قدیر ته وړاندې کوم.

 

ډاکټر عبدالله عبدالله

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس