د هيواد د مخکښ دیني عالم او قومي شخصیت ارواښاد قاضي محمد عمر په مړینې د اجرائيه ریاست د خواخوږۍ پیغام

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د هېواد مخکښ دیني عالم او قومي مشر قاضي محمدعمر د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړي دي.

انا لله وانا الیه راجعون

ارواښاد قاضي محمدعمر د هېواد جهادي او قومي شخصیت و، چې کلونه کلونه یې د هېواد او خلکو لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې.

د اروښاد قاضي محمد عمر د مړیني له امله د هېواد مخکښ سیاستوال او ورور حضرت عمر زاخېلوال، ډاکټر توریالي زاخېلوال، د دوی درنې کورنۍ، دوستانو او د ننګرهار ولسونو ته د خپلې خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم او ارواښاد ته له پاک رب نه د جنت فردوس دعا کوم.

الله پاک دې متوفی وبښي.

 

ډاکټر عبدالله عبدالله

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس