د امریکايي پوهنتون د استادانو د را خوشې کېدو په اړه د اجرائيه ریاست اعلامیه

سپېدار ـ کابل: د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائيه ریاست په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون د استادانو پروفیسبور کیون کنګ او تیمتی ویکس چې د متحدو ایالاتو او آسترالیا اوسېدونکي وو، له خوشې کولو هرکلی کوي. هغوی افغان ځوانانو ته د تدریس لپاره راغلي وو او په داسې حال کې چې په تدریس او خدمت بوخت وو د وسله والو له لوري وتښتول شول. د هغوی د را خوشې کېدو له امله د هغوی کورنۍ او اړونده دولتونو ته مبارکي وایم.

هیله لرم چې دا تبادله د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو اترو او مذاکراتو لپاره په زمینه سازۍ کې اغېزمنه ثابته شي او د دې تبادلې د وروستیو تعهداتو په پلي کولو سره د تاوتریخوالي د کمښت، عادلانه او ټولشموله سولې په برخه کې اساسي ګامونه واخیستل شي.

 

ډاکټر عبدالله عبدالله

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس