په ننګرهار کې د شوي برید په اړه د اجرائیه ریاست

په ډېرې خواشینۍ سره چې په ننګرهار کې د افغانستان دښمنانو د جاپان په یوې خیریه موسسې نن سهار برید وکړ. په دې برید کې د یادې موسسې یوشمېر کارکوونکي شهیدان او ډاکټر نامورا ټپي شو.

انا لله وانا الیه راجعون

ډاکټر نامورا او د هغه ملګرو د افغانستان لپاره د خدمت یوه غوره الګو ده، چې د برید موخه ګرځول یې د افغانستان له ابادۍ او پرمختګ سره ښکاره دښمني ده. ډاکټر نامورا کلونه کلونه د کونړ پر سیند د خدمت تلپاتې یادګارونه پريښي او افغانان یې له خدمت کولو څخه خوشاله دي.

زه پر هغه برید په کلکه غندم او امنیتي ادارو ته هدایت ورکوم، چې د دې جنایت هر اړخیزه څېړنه دې وکړي. د جاپان د یادې خیریه موسسې د شهیدانو شویو کارکوونکیو کورنیو ته تسلیت وایم او ډاکټر نامورا ته د بشپړې روغتیا دعا کوم. امنیتي ادارې مکلفې دي چې د خیره ټولنو او پراختیايي چارو د کارکوونکیو امنیت خوندي کړي.

 

ډاکټر عبدالله عبدالله

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس