اجرائیه رئیس د هرات ولایت له قومي مخورو سره لیدنه وکړه

د هرات ولایت قومي مخورو او متنفذینو د یاد ولایت ستونزې او مشکلات د افغانستان اسلامي جمهوریت له اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله سره شریک کړل او زیاته یې کړه، د لویو بار وړونکو موټرو چلونکو د یوې اونۍ راهیسې د کابل ـ هرات لویه لاره د مسافرو د تګ راتګ پر وړاندې تړلې، چې د دې ولایت اوسېدونکې یې د سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

یادو قومي مشرانو او متنفذینو په یاد ولایت کې د بې اسناده موټرو د ټولولو پر طرحې هم اندېښنه ښکاره کړه او له اجرائیه رئیس څخه یې وغوښتل، چې د دې ستونزې په ښه حل کې ولایتي ادارې ته سپارښتنې وکړي.

دوي په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د هرات ولایت د سیمه ییزو چارواکو په لاسوهنه او له دولتي امکاناتو د یو مشخص کاندید په ګټه پر کار اخیستنې هم نیوکې وکړې او ویې ویل، له دې سیمه ییزو چارواکو سره دې قانوني چلند وشي.

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په تېرو ولسمشریزو ټاکنو او د هېواد په سیاسي ډګر کې د هرات ولایت د خلکو رول خورا ګټور او د قدر وړ وباله.

اجرائیه رئیس زیاته کړه، په هرات ولایت کې د رامنځته شویو ستونزو خبر دی او اړونده ادارو ته یې هدایت ورکړی، چې د خلکو ستونزو ته څومره چې ژر کیږي رسیدګي وکړي.

اجرائیه رئیس یادو قومي مشرانو او متنفذینو ته ډاډ ورکړ، چې په یو مناسب وخت کې به د هغه سیمه ییزو چارواکو سره قانوني چلند وکړي، چې دولتي امکانات یې د یو مشخص کاندید په ګټه کارولي دي.