اجرائیه رییس د ناټو له ملکي استازي سره وکتل

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن دوشنبه د ( مرغومي ۱۶ مه) وروسته له غرمې د افغانستان لپاره د ناټو له ملکي استازي نیکولاس کي سره په خپل کاري دفتر سپېدار ماڼۍ کې وکتل.

په دې لیدنه کې دواړو خواو په وروستیو امنیتي او سیاسي بدلونونو، د سولې په تړاو هڅې او ټاکنیزو شکایتونو ته د رسېدو په اړوند مباحثه وکړه.