اجرائيه رئیس: ټولې ادارې دې له اړمنو کورنیو سره پر وخت مرستې وکړي

د پېښو پر وړاندې د چمتوالي عالي کمېسیون خپله ناسته نن یکشنبه د ( مرغومي ۱۵مه) په سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان اسلامي جمهوريت اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله په مشرۍ وکړه.

په دې ناسته کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي په برخه کې د دولت وزیر نحیب اقا فهیم وویل، په روان ژمي کې د واورو، بارانون او سېلابونو له کبله د هر ډول طبیعي پېښو پر وړاندې د اړونده وزارتونو او ادارو سره په همغږۍ پوره چمتوالی لري او پر وخت به رسیدګي وکړي.

نوموړي وویل، په مرکز او ولایتونو کې له اړمنو کورنیو سره د اړینو ژمنیو مرستو لپاره یې بشپړ چمتووالی نیولی او ډېر ژر به د مرستو وېش پیل کړي.

په دې ناسته کې د هېواد اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله سپارښتنه وکړه، چې د طبیعي پېښو پروړاندې د چمتوالي په برخه کې د دولت وزارت او اړونده نورو وزارتونه دې، د طبیعي پېښو پر وړاندې پوره چمتوالی ونیسي او ټولې اړونده ادارې دې په همغږۍ مرستې ترسره کړي. هغه وویل، اړمنو کورنیو ته د مرستو په رسولو کې هیڅ ډول بې غوري د منلو نده.

د پېښو پر وړاندې د چمتوالي عالي کمېسیون په ننۍ ناسته کې د ښځو چارو وزارت غوښتنه وکړه، چې د طبیعي پېښو پر وخت دې د ښځو او ماشومانو ژوند ژغورلو ته پوره پاملرنه وشي.

اجرائیه رییس په ورته وخت کې د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت ته دنده وسپارله ترڅو د کورنیو بې ځایه شویو او له ګاونډیو هېوادونو خپل هېواد ته د راستنیو شویو کورنیو ستونزو ته رسیدګي وکړي .