اجرائيه رئیس د امریکايي پوهنتون له مشر سره ولیدل

په دې لیدنه کې چې نن یکشنبه د (مرغومي ۱۵ مه) په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه، د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د لوړو زده کړو په برخه کې د افغانستان امریکایي پوهنتون له هڅو قدرداني وکړه او ژمنه یې وکړه، چې افغان حکومت د دې پوهنتون د ګټورو پروګرامونو په برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی.

په ناسته کې ښاغلي سیډني د اجرائیه ریاست له همېشنۍ مرستې مننه وکړه او ویې ویل، د افغانستان امریکایي پوهنتون فعالیتونو به وغځوي.

نوموړي زیاته کړه، د یاد پوهنتون د ګټورو پروګرامونو د ښه ترسره کولو لپاره یې هڅې پیل کړي، چې ښه مالي امکانات ورته پیدا کړي.