اجراييه رياست د عالي مقام د سلاکار او سياسي شخصيت انجينير احمدشاه ځدراڼ په مړينې د اجراييه رياست د خواخوږۍ پيغام

إنا لله و إنا إلىه راجعون

په ډېرې خواشينۍ سره چې سياسي شخصيت د انصاف ګوند مشر، قومي مشر او د اجراييه رياست سلاکار انجينير احمدشاه ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له امله نن سهار د ژوند پور پرې کړ.

 

ارواښاد ځدراڼ يو هېوادپاله او په خلکومين شخصيت و چې تل يې د سولې او امن هيله درلوده. هغه يو خير غوښتونکى، مبارز او ملي ګټو ته ژمن انسان و او په هر حالت کې يې ملي مسايلو ته لومړيتوب ورکاوه.

 

د هغه په مړينې خواشينى يم او مړينه يې ضايعه بولم. له پاک رب نه ارواښاد ته جنت فردوس کورنۍ دوستانو او د پکتيکا ولسونو ته تسليت وايم او په غم مې يې ځان شريک بولم.

 

ډاکټر عبدالله عبدالله

د افغانستان اسلامي جمهوريت اجراييه رييس