اجراییه رییس په کابل کې د امریکا له سفیر سره د خدای پامانۍ لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نن سې شنبه د (جدي ۱۰) وروسته له غرمې په کابل کې د امریکا له سفیر ښاغلي جان بس سره په سپېدار ماڼۍ کې په خپل کاري دفتر کې د خدای پامانۍ لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې اجراییه رییس د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو، ولسواکۍ، مدني ټولنو، ښې حکومتولۍ، د اداري فساد سره د مبارزې او افغان سولې په برخه کې د ښاغلي جان بس له نه ستړې کېدونکو خدمتونه مننه وکړه.

اجراییه رییس په خپلو خبرو کې د امریکا متحده ایالاتو مرستې او په کابل کې د امریکا سفارت فعالیتونه ښه یاد کړل او هم یې ښاغلي جان بس ته په راتلونکي ماموریت کې د بریا هیله څرګنده کړه.

په کابل کې د امریکا سفیر په خپلو خبرو کې وویل، د خپل ماموریت په دوران کې د اجراییه رییس او د افغانستان له خلکو ښې خاطرې لري او هیله وښوده چې ډېر ژر به په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شي.