اجراییه رییس: د بغلان ولایت امنیتي وضعیت ته به پوره پام وشي

د هېواد اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نن سې شنبه د(جدي ۱۰) د بغلان ولایت له یوشمېر اوسېدونکو سره لیدنه وکړه.

د بغلان ولایت اوسېدونکو په دې ولایت کې د ځینو نورو ستونزو ترڅنګ د امنیتي ننګونو یادونه وکړه، چې ولسونه یې د سختو ستونزو سره مخ کړي دي او غوښتنه یې وکړه، چې حکومت دې امنیتي ستونزې ورحل کړي.

دوي په ورته وخت کې د ټاکنو د پاکې او شفافې نتیجې پر اعلان ټینګار وکړ.

د هېواد اجراییه رییس، د بغلان ولایت د اوسېدونکو د ستونزو اورېدو وروسته ډاډ ورکړ، چې اړونده ادارو ته به دنده وسپاري، ترڅو په دې برخه کې جدي او ګټور ګامونه پورته کړي.