اجراییه رییس: کوچیانو ته د امنیت ټنګښت او د خدماتو وړاندې کول د حکومت مسؤلیت دی

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نن سې شنبه (د جدي ۱۰) د هېواد د کوچیانو له مشرانو او د کوچیانو د حقوقو د مدافعینو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د کوچي قوم مشرانو له اجراییه رییس سره د روغتیا، ښوونې او روزنې، د امنیت تامین، ځوانانو او ښځینو پر ستونزو خبرې وکړ.

دوي په ټینګار سره وویل، چې د ژمي په دې سړه هواکې د کوچیانو ځینې کورنۍ عاجلو مرستو ته اړتیا لري، چې حکومت باید ورته پام وکړي.

د کوچي قوم مشرانو، د ټاکنو کمېسیون په غیرې مسلکې چلند او د ټاکنو په پروسه کې پر شویو درغلیو سختې نیوکې وکړې او غوښتنه یې وکړه، چې د ټاکنو کمېسیون دې د خلکو رایو ته درناوی وکړي، نه دا چې په رایو یې معامله وکړي.

اجراییه رییس په دې غونډه کې وویل، کوچي قوم ته د امنیت او خدماتو وړاندې کول د حکومت دنده ده، چې تراوسه غفلت پکې شوی.

اجراییه رییس دوي ته ډاډ ورکړ، چې اړونده ادارو ته به سپارښتنه وکړي، چې ستونزو او غوښتنو ته یې رسیدګي وکړي.