اجراییه رییس: د هوا د ککړتیا له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي

د هوا له ککړتیا سره د مبارزې کمیټې نن یکشنبه(۸ جدي) د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ سپېدار ماڼۍ کې غونډه وکړه.

د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې مرستیال په دې ناسته کې وویل، د کابل ښاریانو له خوا د سنګ ذغال او بې کیفیته سون توکو استعمال د هوا د ککړتیا عمده لاملونه دي او دې ادارې د وزارتونو په همکارۍ د هوا د ککړتیا د مخنیوي په طرحو کار پیل کړی او دې برخې ته یې جدي پام دی.

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مرستیال زیاته کړه، سوداګریزو مرکزونو او د استوګنې ښارګوټو ته یې خبر داری ورکړی، چې د هوا د تصفیې فلترونه ولګوي، ترڅو ورسره د هوا د ککړتیا مخه ونیول شي او زیاته یې کړه، له دې وروسته به د سرغړونکو سره قانوني چلند وکړي، په هوټلونو، سوداګریز مرکزونو او د استوګنې په ښارګوټو کې که له سنګ ذغال څخه استفاده وشي جریمه به یې کړي.

د چاپیریال ساتنې ملي اداره وایي، د نفتو او ګازو اداره به مایع ګاز په ارزانه بیه بازار ته وړاندې کړي، ترڅو د کابل ښار اوسیدونکي ترې استفاده وکړي او هوا له ککړتیا څخه پاکه شي.

دا اداره به د دې اونۍ په جریان کې د کابل ښار په مختلفو برخو کې ماسکونه وویشي او هم به د هوا د ککړتیا په برخه کې خلکو ته عامه پوهاوی وکړي.

اجراییه رییس ډاکټرعبدالله عبدالله په دې ناسته کې وویل، ککړې هوا د کابل ښار د خلکو ژوند له خطر سره مخ کړی او هغه خلک چې د کابل ښاریانو ژوند یې له خطر سره مخ کړی جدي چلند دې ورسره وشي.

اجراییه رییس د حکومتي ادارو ترمنځ په همغږۍ ټینګار وکړ او د چاپیریال ساتنې ملي ادارې ته یې سپارښتنه وکړه، ترڅو په دې برخه کې چټک عملي ګامونه پورته کړي.

د هېواد اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د چاپیریال ساتنې ملي ادارې څخه غوښتنه وکړه، چې څومره ژر شوني وي، د هوا د پاکېدو فلترونو زمینه برابره کړي، چې په څو راتلونکو ورځو کې یې باید مثبت تغیرات ولیدل شي.