د ملي شورا غړي: هیڅوک په تقلبي رایو څوک پر ولس نشي تحمیلولای

د سې شنبې ماښام د جدي په دریمه نېټه د ثبات او همپالنې ټاکنیزټیم رهبرۍ او مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په سپېدار ماڼې کې د ولسمشریزو ټاکنو د غیرې قانوني نتیجې د اعلان په تړاو د ملي شورا له غړو سره ناسته وکړه.

 

په ناسته کې د ثبات او همپالنې ټیم مشر ډاکټر عبدالله عبدالله لومړی د ملي شورا غړو ته هرکلی وکړ او ترې مننه وکړه، چې د نورو سیاسي جریانونو په څنګ یې د ټاکنو په پروسه کې هم رغنده رول ولوبولو او زیاته یې کړه، په هیڅ وجه به اجازه ورنکړي، چې د ټاکنو کمېسیون او یا ځینې تقلبکاره ټیمونه د خلکو په رایو معامله وکړي؛ بلکې د خلکو له رایو او حق څخه به په کلکه دفاع وکړي.

 

د ثبات او همپالنې ټیم مشر زیاته کړه، په مختلفو برخو کې یې زیات شمیر شکایتونه د ټاکنیزو شکایتونو په کمېسیون کې ثبت کړي او د یادو شکایتونو په بې پري توګه څیړلو وروسته د ولسمشریزو ټاکنو په لومړنیو پایلو کې د پام وړ بدلون راتللی شي.

 

ډاکټر عبدالله عبدالله په خپلو خبرو کې د دې ټیم له ویاندویانو او رسنیو هم مننه وکړه، چې په ډېر ښه شکل یې معلومات تر ولسونو ورسول.

 

په یاده غونډه کې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړو د ثبات او همپالنې ټیم له رهبرۍ مننه وکړه، چې د ملت کور ته یې هروخت درانه کتلي او زیاته یې کړه، دوي به تر اخره د دې ټیم د برحقه غوښتنو څخه ملاتړ وکړي او اجازه به ورنکړي، چې څوک د ولسونو په رایو معامله وکړي.

 

دوي زیاته کړه، حکومت د ټاکنو په پروسه کې د بایومټریک غوښونکی شو؛ نو اوس ولې مشخص ټیم بایومټریک نه مني او غیرې بایو مټریک رایې، چې په اصل کې جعلي او د تقلب رایې دي پر شمیرلو یې ټینګار کوي، چې دا هیچاته د منلو ندي او نه به ولسونه تقلب او زور زیاتي ته تسلیم شي.

 

دوي د ټاکنیزو شکایتونو پر کمېسیون غږ وکړ، چې د ټاکنو د کمېسیون په څېر د مشخص ټیم فشار ته تسلیم نشي او په بې پري توګه پر دې پروسې شوي شکایتونه وڅیړي.