د اجرائيه ریاست د خواخوږۍ پيغام

إنا لله و إنا إلیه راجعون

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د سولې د عالي شورا د مرستیال حاجي دین محمد، د وزیرانو شورا د دارالإنشاء لوی رئیس الحاج نصر الله بریالی ارسلایي مور او د ولسي جرګې د پخواني مرستیال حاجي عبدالظاهر قدیر نیا د ورپېښې ناروغۍ له امله په حق رسېدلې ده.

 

د حاجي دین محمد، ارسلايي صاحب او د کورنۍ د نورو مخکښو غړو ترڅنګ د شهید حاجي عبدالقدیر او شهید حاجي عبدالحق کارنامو ته په کتو دا جوتېږي چې ارواښادې د خپلو زامنو په روزنه او هېوادپالنه کې څومره مهمه ونډه ترسره کړې ده. خپل ټول زامن او د کورنۍ غړي یې د هېواد پالنې، امن او سوکالۍ په روحیه مالال او د هېواد د ساتلو او ابادولو لپاره د خپلو سرونو نذرانه کولو ته چمتو او زباد یې کړه.

 

زه د مرحومې د وفات له امله د خپلې خواخوږۍ او تسلیت مراتب محترم مشر ورور حاجي صاحب دین محمد، محترم نصرالله بریالي ارسلايي او محترم عبدالظاهر قدیر، د دوی درنې کورنۍ، دوستانو او د ننګرهار ولسونو ته وړاندې کوم.

 

ډاکټر عبدالله عبدالله

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس