اجرائیه رئیس: د اقتصادي سکتور وده خلک روښانه راتلونکي ته هیله مند کوي

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن پنجشنبه د (مرغومي ۱۹مه) د ام ټي ان مخابراتي شرکت له خوا د موبایل له لارې د پیسو لېږد خدمت پروګرام په پرانېستغونډه کې وویل، د خصوصي سکتور وده د خلکو د اقتصادي ودې او د ژوند سهولتونو د برابرېدو سبب کیږي.

اجرائیه رئیس زیاته کړه، د موبایل له لارې د پېسو لېږد خدمتونو پروکرام د (ام ټي ان) مخابراتي شرکت او عزیزي بانګ یو ښه او ګټور نوښت دی، چې په پلې کېدو سره به یې سهولت او شفافیت رامنځته شي.

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله زیاته کړه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او اترا اداره دې، د مبایل له لارې د پېسو لېږد پروګرام خلکو ته د حقوقي اړخه تعریف کړي، ترڅو خلک د دې پروکرام په امنیت باور مند شي.

د حکومت اجرائیه رئیس ټینګار وکړ، چې د موبایل له لارې د پېسو لېږد پروګرام د عامه پوهاوي او ښه خدمتونو په وړاندې کولو سره بریالۍ کیدلی شي؛ نو حکومتي او د خصوصي سکتور مسؤلین دې دې ټکي ته پوره پام وکړي.

اجرائیه رئیس زیاته کړه، د خصوصي سکتور وده او ورته د مناسب چاپیریال برابرول د ملي وحدت حکومت له لومړیتوبونو دي او په دې برخه کې بنیادي کارونه شوي دي.

اجرائیه رئیس ویل، د خصوصي سکتور په نوښتونو او ښې راتلونکي باوري دی، چې په دې سره به اقتصادي وده او هېوادوالو ته د ژوند سهولتونه ډېر شي.

په دې غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر محمد فهیم هاشمي وویل، د موبایل له لارې د پېسو لېږد پروګرام له لارې به د فساد مخه ونیول شي؛ ځکه لاسوهنه پکې نه کیږي.

د (ام ټي ان) مخابراتي شرکت مسؤلینو په دې تړاو غونډه کې وویل، یاد شرکت په پام کې لري، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې بنیادي کار او پانګونه وکړي، ترڅو هېوادوالو ته په دې برخه کې سهولتونه زیات شي.