اجرائیه رئیس د ناټو ځواکونو د غوڅ ملاتړ له عمومي قوماندان سره ولیدل

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن دوشنبه ( مرغومي ۲۳مه) وروسته له غرمې په خپل کاري دفتر سپیدار ماڼۍ کې افغانستان کې د ناټو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت له عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره ولیدل.

په دې لیدنه کې اجرائیه رییس جنرال مېلر ته په هلمند ولایت کې په یوه چاودنه کې د دوو امریکایي ځواکونو د وژل کېدو له امله د خواشینۍ مراتب وړاندې کړل او هم یې افغانستان سره د همکارۍ په برخه کې د امریکایي ځواکونو د قربانیو قدردانی وکړ.

همدا رنګه دواړو غاړو د افغانستان او سیمې په روان وضعیت بحث او خبرې وکړې.