اجرائیه رئیس په کابل کې د امریکا سفارت له شارژ دافیرې سره ولیدل

د افغانستان اسلامي جمهوريت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن سې شنبه ( د مرغومي ۲۳ مه) په خپل کاري دفتر سپېدار ماڼۍ کې وروسته له غرمې په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو د سفارت له شارژ دافیرې مېرمن کرن دیکر سره ولیدل.

په دې لیدنه کې دواړو غاړو په سیاسي بدلونونو، د سولې پر پروسې، ټاکنیزو شکایتونو ته پر ښې رسیدګۍ او د ژمي په سړه هوا کې د کورنیو بې ځایه شویو پر ستونزو بخث او خبرې وکړې.