اجرائیه رئیس: د روغتیایي بیمې اداره د خلکو له لومړیتوبونو ده

د وزیرانو شورا د عامي روغتیا فرعي کمیټې نن سې شنبه د ( مرغومي ۲۴ مه) د افغانستان اسلامي جمهوريت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ سپېدار ماڼې کې غونډه وکړه.

پدې غونډه کې پریکړه وشوه، چې د درملتونونو د جواز د ورکړې قانون په برخه کې شته قانوني خنډونه دې لرې شي.

د هېواد اجرائیه رئیس وویل، په لرو پرتو سیمو کې درملو ته د خلکو لاسرسی په پام کې ندی نیول شوی او باید د لرو پرتو سیمو خلکو اړتیا او غوښتنې په نظر کې و نیول شي.

د عامي روغتیا وزارت په دې غونډه کې راپور وړاندې کړ، چې پکې راغلي و، د وزیرانو شورا د پریکړې له مخې د درملتونونو شمېر زیاتېدو له امله د درملتونونو د جواز ورکړه بنده شوې، چې د ولایتونو په مرکزونو کې خلک درملو ته لاسرسی لري؛ خو په لرو پرتو سیمو کې بیا درملتو ته لاسرسی کم دی، چې باید ځانګړی پام ورته وشي.

د عامي ورغتیا وزارت، د وزیرانو شورا د عامي روغتیا فرعي کمیټې ته پشنهاد وکړ، چې لرو پرتو سیمو لپاره دې د درملتونونو د جواز ورکړه د ځانګړو او خاصو شرایطو په نظر کې نیولو سره پیل شي.

اجرائیه رئیس د عامي روغتیا او عدلیې وزارت ته هدایت وکړ، چې د درملتونونو د جواز او درملو په برخه کې قانوني خنډونه دې وڅیړي او د درملتونونو او درملو قانون د تعدیل طرحه دې جوړه کړي.

ډاکټرعبدالله عبدالله وویل، د عامي روغتیا وزارت دي، د لرو پرتو سیمو دقیقه ارزونه وکړي او د اړتیا په صورت کې دې د درملتونونو جوازونه پرې وویشي.

اجرائیه رئیس د عامې روغتیا او عدلیې وزارت ته دنده وسپارله، چې د درملتونونو د جوار مقرره او طرزالعمل جوړ کړي، تر څو په تور بازار کې ترې د هر ډول ناوړه ګټې اخیستنې مخه ونیول شي.

د وزیرانو شورا د عامي روغتیا فرعي کمیتې د روغتیا په برخه کې د بیمې خپلواکې ادارې د جوړېدو طرحه وړاندې کړه، چې پکې د قانوني مواردو، تشکیل او د روغتیا په برخه کې د بیمې فرهنګ دودول ځای شوي و.

د عامي روغتیا وزارت راپور وړاندې کړل، چې د روغتیایي بیمې د ستونزې د حل په موخه له نړیوالو ادارو سره په هماهنګي کار کوي، ترڅو دا ستونزه حل شي.

د وزیرانو شورا د فرعي کمیټې په دې غونډه کې پریکړه وشوه، چې د روغتیایي بیمې د خپلواکې ادارې د جوړېدو په برخه کې دې لومړني کارونه ترسره شي.

اجرائیه رئیس په هېواد کې د روغتیایي بیمې نشتون یوه لویه تشه یاده کړه او زیاته یې کړه اړونده ادارې دې په دې برخه کې لازم اقدامات وکړي.

د وزیرانو شورا د فرعي کمیټې د عامې روغتیا په برخه کې د خصوصي سکتور پر رول راپور وړاندې کړل او ویې ویل، تعرفې، جواز، د درملو صنعتي پارک، د روغتیا په برخه کې د ظرفیتونو نشتون او د درملو د کیفیت په برخه کې جدي ستونزې لري.

د هېواد اجرائیه رئیس هدایت وکړ، چې د خصوصي سکتور ستونزې دې د افغانستان اسلامي جمهوریت د اجرائیه ریاست په اجرایوي کمېټه کې و ارزول شي.

ډاکټرعبدالله عبدالله وویل، د عامه ګډون او خصوصي سکتور په برخه کې بنیادي کارونه ندي شوي؛ نو پکار ده، چې اړونده حکومتي ادرې په دې برخه کې لازم اقدامان وکړي.