په بلخ کې د ماشومانو د وژل کېدو په تړاو د افغانستان اسلامي جمهوریت د اجرائیه ریاست د خواشینۍ پېغام!

کابل ـ سپېدار ماڼۍ: په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د مزار شریف ښار په نهمه ناحیه کې د پرله پسې دوه چاودنو له امله دوه تنه تنکي ماشومان شهیدان شوي او اته تنه نور هېوادوال مو ټپیان شوي دي.

د ماشومانو او ملکي خلکو هدف ګرځول د نړیوالو قوانینو او اسلامي ارزښتونو خلاف عمل دی، چې له بده بخته د دولت له مخالفو تروریستي ډلو له خوا ډېر کله دغسې نه بخښونکي جنایتونه تر سره کیږي.

امنیتي ادارو ته هدایت ور کول کیږي، چې دغه زړه بوږنونکي او تروریستي پېښه وڅیړي، چې په نتیجه کې یې دوه تنه تنکي ماشومان شهیدان شول او عاملین یې د قانون منګولو ته وسپاري.

د دې پېښې د شهېدو شویو ماشومانو له کورنیو سره پدې غم کې ځان شریک بولم او ټپیانو ته د لوی خدای ج له درباره د بیړنۍ روغتیا هیله کوم.