اجرائیه رئیس: دولتي رسنۍ باید ملي اوسي

د وزیرانو شورا د فرهنګ او هنر کمیټې نن چهارشنبه ( مرغومي ۲۵ مه) د افغانستان اسلامي جمهوريت د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ سپېدار ماڼۍ کې غونډه وکړه.

په پیل کې د غونډې ګډونوالو، فرهنک او هنر د انساني ټولنو لپاره مهم یاد کړ او زیاته یې کړه، پدې برخه کې افراط او توند لاري بدې پایلې لرلی شي؛ نو پکار ده، چې په دې برخه کې لا زیات کار وشي، تر څو د تاوتریخوالي او افراط مخه ونیول شي.

په غونډه کې د فرهنګي پالیسۍ لومړنۍ طرحه د بحث لاندې ونیول شوه، چې د غونډې ګډونوالو له نظرونو څخه به د دې طرحې په وروستۍ کولو کې ګټه واخیستل شي.

په ناسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جام څلي په اوسنۍ وضعیت او د روان مالي کال په جریان کې د دې څلي د رغولو په تړاو راپور وړاندې کړ.

وروسته د څلورو دولتي چاپۍ رسنیو، انیس، اصلاح، هېواد او کابل ټایمز د ډیزاین، محتوا او شمیر په اړه طرحه وړاندې شوه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال وایې، څو ځله یې یاده طرحه حکومت ته وړاندې کړې؛ خو د مالي امکاناتو د نشتون له وجې نده منل شوې.

د هېواد اجرائیه رئیس وویل، د دولتي رسنیو پرمختګ یوه اړتیا ده او اړونده ادارو ته یې هدایت ورکړ، چې په اجرائیه ریاست کې دې مسلکي خلکو او د نظر له خاوندانو سره دوه ورځنی سیمینار جوړکړي، تر څو یې نظرونه واخیستل شي او د یادو دولتي رسنیو په پرمختګ کې ترې ګټه واخیستل شي.

اجرائیه رئیس ټینګار وکړ، چې دولتي رسنۍ باید ملي اوسې نه حکومتي او زیاته یې کړه، که په یاده طرحه کې دا دولتي رسنۍ حکومتي کیږي طرفدار یې نه دی، ولې که ملي کیږي ملاتړ یې کوي.

اجرائیه رئیس وویل، دولتي رسنۍ باید دا وړتیا پیدا کړي، چې د مصارفو د پوره کولو لپاره سوداګریز اعلانات هم واخلي.