اجرائیه رئیس: د صادراتو لوړول او کارموندنې ته دې لومړیتوب ورکړل شي

د وزیرانو شورا اقتصادي کمیټې نن دوشنبه د (سلواغې ۷ مه) د افغانستان اسلامي جمهوریت د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ سپېدار ماڼۍ کې غونډه وکړه.

د غونډې په اجنډا کې، د هوایي دهلیزونو اقتصادي ګټورتوب، د لاجوردو لار، کارموندنه، د قیمتي تیږو قراردادونه او د ژمي لپاره د افغاني سرې میاشتې ټولنې تیاریانې شاملې وي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د راپور له مخې سږ کال د لاجوردو پر لار اروپا ته په درې کاروانونو او ۱۵ کانتینرونو کې ۳۱۷ ټنه بېلا بېل توکي انتقال شوي او همدارنګه سږ کال د هوایي دهلیزونو له لارې د توکو په صادراتو کې ۳۳ سلنه ډېروالی راغلی دی.

دا وزارت زیاتوي۱۹۶۸ کال د ویانا ترافیکو په کنوانسون کې د افغانستان د عضویت نشتون، د ګرجستان او اذربایجان هېوادونو سره د هوکړې نشتون او د ټراسپورټ لوړې بیې د صادراتو پر وړاندې شته ننګونې دي.

د وزیرانو شورا د اقتصادې کمیټې پدې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې اړونده وزارتونه او ادارې دې، د دې ستونزو د حل په برخه کې ګډ کار وکړي او راپور یې راتلونکي غږنډې ته وړاندې کړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کارموندنې په تړاو راپور وړاندې کړ، چې پکې راغلي و، ۷.۲ سلنه غیرې فعاله کاري نیرو او ۸.۵ سلنه د کار فعاله نیرو شته او په ټوله کې دوه ميلیونه خلک بېکاره دي، چې ۴۵ سلنه یې ځوانان جوړوي.

په راپور کې راغلي دوه کاله وړاندې افغانستان او متحده عربي اماراتو د ۱۹ زره کارګرو هوکړه لاسلیک کړې وه، چې یاد هېواد ته به استول کیږي؛ خو د کاري مهارتونو د مرکز د نشتون له امله نده پلې شوې.

د هېواد اجرائیه رئیس هدایت وکړ، چې د اقتصاد، بهرنیو چارو، د کار او ټولنیزو چارو، د ګډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارتونه او د احصایې ملي اداره دې د کاري مهارتونو د مرکز پر طرحه بحث وکړي او جوړه دې کړي.

د اقتصاد وزارت د قیمتي ډبرو د قراردادونو د ستونزو حل طرحه غونډې ته وړاندې کړه او زیاته یې کړه، پیچلی اداري سیستم، قاچاق، ټکسونه او بهرنیو هېوادونو ته په کتو د قیمتي ډبرو د بیو لوړ قیمت د دې صنعت د رکود سبب شوي.

افغانستان د مرمرو، ګرانیت او اهګ قیمتي او بهتریني تیږي لري.

د وزیرانو شورا د اقتصادي کمیټې پدې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د اقتصاد، کانونو او مالیې وزارت دې هڅه وکړي، چې پدې برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ژمنیو مرستو په اړه د غونډې ګډونوالو ته تفصیلي راپور وړاندې کړل او زیاته یې کړه، په ۱۳۹۸ کال کې یې ۳۷۶ کورنیو سره د خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرسته کړې او همدا رنګه یې ۳۶۲۱۲۱۲ تنو ته صحي خدمتونه وړاندې کړي دي.

د راپور په اساس ۱۹۵۴ماشومان چې د زړه سوري یې لرل په کور دننه او بهر یې درملنه شوې.

پدې غونډه کې افغاني سرې میاشتې ټولنې په ۱۵ ولایتونو کې د ۱۱ زره زیانمنو کورنیو سره مرستو ته د چمتوالي خبر ورکړ.

د هېواد اجرائیه رئیس وویل، حکومت د افغاني سرې میاشتې ټولنې د خپلواکۍ او اعتبار د ساتلو سره د دې ادارې ملاتړ کوي.