په بغلان ولایت کې د یوشمېر پولیسو د شهیدولو په تړاو د اجرائیه ریاست د خواشینۍ پېغام!

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې په یوه بزدلانه تروریستي پېښه کې یو شمیر پولیس افسران او سربازان په شهادت رسول شوي.

پردې پېښئ نهایت خواشینی شوم.

تروریستي ډلې د داسې انسانيت ضد کړنو په کولو سره روښانوي، چې دوي پرته له وژلو او ورانۍ کومه بله برنامه نلري؛ خو د تروریستي ډلو دغسې بزدلانه او بشر ضد بریدونه به زموږ خلک او امنیتي ځواکونه د دوي پروړاندې مبارزې ته لا قوي او غښتلي کړي.

په همدې تړاو د شهیدانو کورنیو او د بغلان ولایت غیور ولس ته د خپلې خواشینۍ او تسلیت مراتب وړاندې کوم.

 

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس

ډاکټر عبدالله عبدالله