اجرائیه رئیس د امریکا سفارت له شارژدافیر سره وکتل

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن چهارشنبه( د سلواغې ۹ مه) په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو د سفارت له شارژدافیر راس ویلسن سره په خپل کاري دفتر سپېدار ماڼۍ کې ولیدل.

پدې لیدنه کې دواړو غاړو پر ولسمشریزو ټاکنو، ټاکنیزو شکایتونو ته پر رسېدنې، د سولې پر پروسې او همدا رنګه د سیمې پر موضوعاتو بحث او خبرې وکړې.

اجرائیه رئیس وویل، تلپاتې سوله د افغانانو هیله او غوښتنه ده؛ نو ټول باید په هېواد کې د تلپاتې او با عزته سولې په برخه کې هڅې وکړي.

پدې لیدنه کې دواړو غاړو، ټاکنیزو شکایتونو ته پر ښې رسېدنې ټینګار وکړ.