اجرائیه رئیس د ایران د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره ولیدل

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن شنبه د ( سلواغې ۱۲ مه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان سره په خپل کاري دفتر سپېدار ماڼۍ کې وکتل.

پدې لیدنه کې پر دوه اړخیزه موضوعاتو، د سیمې پر وروستیو بدلونونو، د سولې پروسې او پر ولسمشریزو ټاکنو بحث او خبرې وکړې.

په یاده ناسته کې دواړه غاړو د افغانستان او ایران د اړیکو په پراختیا او لا ټینګېدو تاکید وکړ.