اجرائیه رئیس د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن شنبه د ( سلواغې ۱۲ مه) وروسته له غرمې په خپل کاري دفتر سپېدار ماڼۍ کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر رشید مرادوف سره ولیدل.

پد‌ې ناسته کې دواړو غاړو د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د بازارموندنې او سوداګرۍ او همدا رنګه پر سیمه ییزې همکارۍ ټینګار وکړ.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، هېواد یې په سیمه کې پر ګډو لویو پروژو، ټاپي، د برېښنا انتقال، د ریل لیکې تمدید او ټرانزیټ کار کوي او هیله لري چې د دې پروژو په پلي کېدو سره به د دوه ګاونډیو هېوادونو اړیکي لا غښتلې او د سیمې په تړل کېدو کې ګټورې تمامې شي.

رشید مرادوف زیاته کړه، د دې پروګرامونو په تطبیق او پراختیا کې له ګډ کاره راضي دي.

وروسته د هېواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، ترکمنستان د افغانستان یو له ښو او همکارو ګاونډیانو دی، چې په بېلا بېلو وختونو کې یې دوه اړخیزه اړیکو او همکارۍ ته ژمن پاتې شوی.

اجرائیه رئیس زیاته کړه، د ګډو پروژو په پلي کېدو کې د ترکمنستان هېواد جدیت، د دواړه هېوادونو د اړیکو په پراختیا کې د پام وړ دی او د ملي وحدت حکومت په خپل وار یادو هوکړو او همکاریو ته ژمن دی.

د هېواد اجرائیه رئیس زیاته کړه، د یادو پروژو په پلي کیدو سره به نه یوازې د دواړه ګاونډیو هېوادونو سوداګریزې اړیکي پراخې شي؛ بلکې د سیمه ییزې همکارۍ په برخه کې به هم ګټور تمام شي.