اجرائیه رئیس: له پاکستان سره د اړیکو د ښه کېدا او پراختیا غوښتونکي یو

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن یکشنبه ( د سلواغې ۱۳ مه) په خپل کاري دفتر سپېدار ماڼۍ کې د پاکستان له سفیر زاهد نصرالله سره ولیدل.

پدې لیدنه کې پر دوه اړخیزه موضوعاتو، ګډو همکاریو، د سولې هڅې او پر ولسمشریزو ټاکنو بحث او خبرې وشوې.

اجرائیه رئیس په خپلو خبرو کې زیاته کړه، د افغانستان او پاکستان د اړیکو پراختیا او بهبود د دواړه هېوادونو او سیمې د ثبات لپاره ګټوره ده.