اجرائیه رئیس: د کرونا وایروس د کنټرول او وقایې په برخه کې د چین هېواد له فوق العاده هڅو ستاینه کوم

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن یکشنبه ( د سلواغې ۱۳ مه) وروسته له غرمې په خپل کاري دفتر سپېدار ماڼۍ کې په کابل کې د چین خلق جمهوریت له سفیر وانګ یو سره وکتل.

د کرونا ویروس د قربانیانو، د چین له خلکو او د چین حکومت سره د اجرائیه رئیس د غمشریکۍ له پېغامه مننه وکړه او هم یې د دې ویروس د مخنیوي او کنټرول په برخه کې د خپل هېواد د هڅو او اقداماتو په تړاو معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي وانګ یو په خپلو خبرو کې زیاته کړه، خوشحاله دی، چې دا ویروس افغانستان ته ندی انتقال شوی او زیاته یې کړه، هېواد یې پدې برخه کې د افغانستان د روغتیا وزارت سره همکار او په تماس کې دی.

وانګ یو زیاته کړه، که یاد ویروس افغانستان ته سرایت وکړ هېواد یې چمتو دی، چې له افغانستان سره مرسته وکړي.

د هېواد اجرائیه رئیس یوځل بیا د کرونا ویروس له امله د قرباني شویو کورنیو، د چین خلکو او د چین حکومت ته د خواشینۍ مراتب وړاندې کړل او د چین له سفیر څخه یې غوښتنه وکړه، چې د خواشینۍ پېغام یې د چین جمهور رئیس او لومړۍ وزیر ته ته ورسوي او همدا رنګه یې د چین حکومت او د کمونیست ګوند له هڅو، اقداماتو او د دې ویروس سره د مقابلې په برخه کې ستاینه وکړه.

اجرائیه رئیس د چین خلق جمهوریت د افغانستان اسلامي جمهوریت له دوست او متحدانو وباله او هم یې له افغانستان سره د چین هېواد له همېشنیو مرستو مننه وکړه.