اطلاعاتو ته د نه لاسرسي په برخه کې د رسنیو د اندېښنو په تړاو د اجرائیه ریاست اعلامیه

سپېدار ـ کابل: نن د افغانستان ازادو رسنیو ( اطلاعاتو ته د لاسرسي پر حق محدودیت) تر عنوان لاندې په یو اعتراضیه لیک کې اندېښنه څرګنده کړې او پدې برخه کې یې د خپلو کارونو پروړاندې خنډونه یاد کړي.

د بیان ازادي او خپلواکې رسنۍ د افغانستان د خلکو یوه مهمه لاسته راوړنه ده، چې له دې لاسته راوړنو ننګه او ملاتړ په ولسي او دولتي کچه زموږ مسؤلیت جوړیږي.

د اساسي قانون، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون او نورو قوانینو پر اساس دولتي ادارې مکلفې دي، چې اطلاعات له خلکو او رسنیو سره پر وخت شریک کړي.

پدې برخه کې د رسنیو او د رسنیو د کارکونکو اندېښنو او ستونزو په درک سره، پر ټولو دولتي ادارو تاکید کوم، چې خلکو او رسنیو ته پروخت د اطلاعاتو په رسولو کې همکاري وکړي، د حقایقو د پټولو، پر رسنیو سانسور او د اطلاعاتو نه ورکولو وخت پای ته رسېدلی.

ډېر ژر به د دې ستونزو د حل په موخه د رسنیو مسؤلینو او دولتي مسؤلینو ترمنځ ناسته برابره کړو او پردې به پکې بحث وشي، چې څنګه اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د رسنیو استازو سره له کومې ګټورې لار کار واخیستل شي.

 

ډاکټر عبدالله عبدالله

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس