
د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن سې شنبه د ( سلواغې ۱۵ مه) افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي تدامیچي یماموتو سره په خپل کاري دفتر سپېدار ماڼۍ کې وکتل.
پدې لیدنه کې اجرائیه رئیس او د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، ټاکنیزو شکایتونو ته پر ښې رسېدنې او د سولې پر پروسې بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
دواړه غاړو د قانون په رڼا کې ټاکنیزو شکایتونو ته پر رسیدنې، روڼتیا او د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون په کارونو کې پر نه مداخلې ټینګار وکړ.