اجرائیه رئیس د امریکا له سفیر سره وکتل

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن سې شنبه د ( سلواغې ۱۵ مه) په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو له سفیر راس ویلسن سره په داسې حال کې، چې افغانستان کې د ناټو ځواکونو د غوڅ ملاتړ قوماندان جنرال سکاټ مېلر یې ملتیا کوله، په خپل کاري دفتر سپېدار ماڼۍ کې وکتل.

پدې لیدنه کې دواړه غاړو د سولې پروسه کې پر وروستیو پرمختګونو، ولسمشریزو ټاکنو او افغانستان کې پر وروستیو سیاسي او امنیتي بدلونونو بحث او خبرې وکړې.