د افعانستان اسلامي جمهوریت د اجرائیه ریاست د خواشینۍ پېغام

إنالله و إنا إلیه راجعون

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د افغان ملت ګوند پخوانی مرستیال او هېواد علمي او سیاسي شخصیت استاد عبدالحمید یقین یوسفزي له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړي دي.

استاد عبدالحمید یقین یوسفزي د هېواد په علم او پرمختګ مین شخص و، چې تل یې د هېواد د ښېرازۍ او سوکالۍ هیله درلوده او کلونه کلونه یې سیاسي مبارزه وکړه.

زه د ارواښاد یقین یوسفزي په مړینه خواشینی یم او مړینه یې ضایعه بولم. د افغان ملت ګوند مشرتابه، د ننګرهار درنو ولسونو او د ارواښاد کورنۍ او دوستانو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم او په غم کې ورسره ځان شریک بولم. ارواښاد یقین یوسفزي ته له پاک رب څخه د جنت فردوس دعا کوم.

 

ډاکټر عبدالله عبدالله

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس