
د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن دوشنبه د (سلواغې ۱۴ مه) په خپل کاري دفتر سپېدار ماڼۍ کې کابل کې د ترکیې سفیر اوزان ار طغرل سره ولیدل.
د ترکیې سفیر پدې لیدنه کې د ترکیې جمهور رئیس او د بهرنیو چارو د وزیر احترامات اجرائیه رئیس ته وړاندې کړل او هم یې د ترکیې په کوربتوب او د یاد هېواد د جمهور رییس رجب طیب اردغان په مشرۍ د انتالیا د پلوماسۍ لومړۍ ناسته کې د ګډون رسمي بلنه ورکړه.
د هېواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د دوست او ورور هېواد ترکیې د جمهور رییس بلنه ومنله او ژمنه یې وکړه، چې پدې ناسته کې به ګډون وکړي.
پدې ناسته کې همدارنګه، پر دوه اړخیزه موضوعاتو، د افغان سولې پر روانې پروسې او پر ولسمشریزو ټاکنو بحث او خبرې وشې