اجرائیه رئیس د هند له سفیر سره وکتل

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن چهار شنبه د (سلواغې ۱۶ مه) په کابل کې د هند له سفیر ویني کمار سره په خپل کاري دفتر سپېدار ماڼۍ کې وکتل.

پدې لیدنه کې دواړه غاړو په دوه اړخیزه موضوعاتو، د سولې پروسه او پر ولسمشریزو ټاکنو بحث او خبرې وکړې.