ناټو به افغانستان سره د نظامي حضور ترڅنګ خپلو مرستو ته دوام ورکړي

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن چهار شنبه د ( سلواغې ۱۶ مه) افغانستان کې د ناټو له ملکي استازي نیکولاس کي سره په خپل کاري دفتر سپېدار ماڼۍ کې وکتل.

پدې لیدنه کې ښاغلي نیکولاس کي بروکسل ته د ناټو سازمان مقر ته د خپل وروستي سفر په تړاو اجرائیه رئیس ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، د ناټو سازمان غړو پرېکړه وکړه، چې د سولې او ثبات د ټیینګېدو پورې به افغانستان سره د نظامي حضور ترڅنګ خپلو مرستو ته دوام ورکړي او د افغان سولې په برخه کې یې د امریکا متحده ایالاتو د رهبرانو له هڅو ملاتړ وکړ.

اجرائیه رئیس د نیکولاس کي له هڅو او افغانستان سره د ناټو د تعهد د تازه کېدو مننه او قدردانی وکړ.

همدارنګه دواړه غاړو د سولې پر روانې پروسې، ټاکنیزو شکایتونو ته پر ښې رسېدنې او ولسمشریزو ټاکنو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.